دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 269608
د بادغیس والي په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت له جنرال قونسل سره وکتل/ بادغیس په یوه خوندي چاپیریال کې د ایراني سیلانیانو منلو ته چمتو دی
په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت قونسل جنرال بادغیس ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي سره وکتل او دواړو لورو په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې. د بادغیس والي په دې کتنه کې وویل چې دغه ولایت په یوه خوندي چاپیریال کې د ایراني سیلانیانو منلو او هرکلي ته چمتو دی.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت جنرال قونسل محمد صدیقی فر د بادغیس ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي ملا عبدالصمد جاوید سره وکتل.
 
ويل شوي دي چې په دې غونډه کې د هرات ولايت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي شيراحمد عمري هم شتون درلود.
 
په دې کتنه کې د بادغيس والي بادغيس ته د دغه ايراني چارواکي له سفر څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: بادغيس يو کرنيز ولايت دى چې د ښه امنيت تر څنګ ګڼ شمېر سيلانيان هم لري.
 
هغه زیاته کړه: "موږ چمتو یو چې په خوندي چاپیریال کې ایراني سیلانیان ومنو".
 
دغه راز د دغې کتنې په دوام کې دواړو لورو په هرات کې د ايران د اسلامي جمهوريت د قونسلګرۍ له خوا د بادغيس د خلکو لپاره د ويزې د ورکولو د بهير د کلتوري، ورزشي او سياحتي اسانتياو په باب د نظريو تبادله وکړه.
 
د يادونې وړ ده، چې بادغيس ولايت د هېواد په شمال لوېديځ کې يو له خوندي او په ورته وخت کې له شنو او حاصلخيزو ولايتونو څخه دى، چې د پستې ځنګلونه په کې ډېر دي.
 
https://avapress.com/vdcgzy9x7ak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته