کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشريف کې د خوراکي توکو دوه دوکانونه د بې کيفيته پلور له امله تړل شوي دي

18 ثور 1402 ساعت 13:29

د مزارشريف ښاروالۍ چارواکي وايي، چې د دغه ښار په مرکز کې يې د خوراکي توکو د پلورلو دوه لوی مرکزونه د تاريخ تېر خوراکي توکو د پلور له امله تړلي دي.


آوا - مزارشریف: د مزارشریف ښاروالۍ د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د «کفیت سوپر مارکیټ» او «نیاز مارکیټ» پرون (یکشنبه، ثور ۱۷) د ټیټ کیفیت لرونکو توکو د پلور له امله تړل شوی دی.
 
د دوى په وينا، د مزارشريف ښاروالۍ د څارنې ډله په جدي توګه له پلورنځيو څارنه کوي او له سرغړوونکو سره به جدي چلند کوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د مزارشريف ښاروالۍ له لوري د فقيري مارکېټ د تاريخ تېر خوراکي توکو د پلور له امله تړل شوى و.
 


د مطلب کود: 269663

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269663/په-مزارشريف-کې-د-خوراکي-توکو-دوه-دوکانونه-بې-کيفيته-پلور-له-امله-تړل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com