دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 269663
په مزارشريف کې د خوراکي توکو دوه دوکانونه د بې کيفيته پلور له امله تړل شوي دي
د مزارشريف ښاروالۍ چارواکي وايي، چې د دغه ښار په مرکز کې يې د خوراکي توکو د پلورلو دوه لوی مرکزونه د تاريخ تېر خوراکي توکو د پلور له امله تړلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د مزارشریف ښاروالۍ د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د «کفیت سوپر مارکیټ» او «نیاز مارکیټ» پرون (یکشنبه، ثور ۱۷) د ټیټ کیفیت لرونکو توکو د پلور له امله تړل شوی دی.
 
د دوى په وينا، د مزارشريف ښاروالۍ د څارنې ډله په جدي توګه له پلورنځيو څارنه کوي او له سرغړوونکو سره به جدي چلند کوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د مزارشريف ښاروالۍ له لوري د فقيري مارکېټ د تاريخ تېر خوراکي توکو د پلور له امله تړل شوى و.
 
https://avapress.com/vdch-wnix23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته