کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فوټبال د ۲۰ کلنو ملي لوبډله تاجکستان ته ولاړه

19 ثور 1402 ساعت 12:36

د افغانستان د فوټبال د ۲۰ کلنو ملي لوبډله د منځنۍ اسیا په «کافا» سیالیو کې چې د ۶ هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي، د ګډون لپاره تاجکستان ته ولاړه.


آوا - کابل: د افغانستان د فوټبال د ۲۰ کلنو ملي لوبډله د مرکزي اسیا په «کافا» سیالیو کې چې د ۶ هېوادونو ترمنځ ترسره کیږي، د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړه.
 
د بدني روزنې او ورزش د عمومي رياست مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ليکلي: دغه سيالۍ به د ثور په ٢٩مه د تاجکستان، ايران، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او افغانستان د هېوادونو ترمنځ ترسره شي.
 
د مرکزي اسیا د ۲۰ کلنو فوټبال سیالیو موده به لس ورځې وي.
 
په دغو سیالیو کې د ۲۳ ورزشکارانو او شپږو روزونکو په ګډون له افغانستان څخه ۲۹ کسان ګډون کوي.


د مطلب کود: 269726

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269726/د-فوټبال-۲۰-کلنو-ملي-لوبډله-تاجکستان-ته-ولاړه

آوا
  https://www.avapress.com