کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت او د ترکیې ۷۷ شرکت ترمنځ د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو

20 ثور 1402 ساعت 9:35

د انرژۍ او اوبو وزارت او د ترکیې ۷۷ شرکت ترمنځ د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې په موخه د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. ټاکل شوې چې دغه پروژه په هرات ولایت کې پلې شي.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت په یوه ټویټ کې د دغه وزارت او د ترکیې ۷۷ شرکت تر منځ په هرات ولایت کې د (باد) له لارې د ۲۰۰ میګاواټه بریښنا د تولید په برخه کې د همکارۍ یو تفاهم لیک اعلان کړی دی. .
 
د دغه وزارت د اعلامیې پر بنسټ، دغه تفاهم لیک نن سه شنبه د ثور په ۱۹مه، د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست عبداللطیف منصور او د ۷۷ ترکۍ کمپنۍ د رئیس سلیمان جیلیلو ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو او دا پروژه به د په هرات ولایت کې تطبیق شي.
 
د ۷۷ ترکي کمپنۍ مشر سلیمان جیلیو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د انرژۍ او اوبو په برخه کې خپلې پانګونې پراخې کړي.
 
په ټویټ کې راغلي چې د انرژۍ او اوبو وزارت د کندهار د برېښنا پروژې او د کجکي بند د دویم فاز د جوړولو له امله له دوي څخه مننه کړې ده.
 
ویل شوي چې د دې پروژې تخنیکي مطالعات به د انرژۍ او اوبو وزارت او د ترکیې ۷۷ شرکت ترمنځ پیل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان د انرژۍ او برېښنا په برخه کې تر ډېره پر ګاونډيو هېوادونو تکيه لري. له همدې امله د کال په بېلابېلو موسمونو کې د بېلابېلو لاملونو له امله ګاونډي هېوادونه کله ناکله افغانستان ته د برېښنا صادرات پرې کوي او نوره هم کموي، چې دا کار د هېواد د پلازمېنې کابل په ګډون په لويو ښارونو کې د تيارې لامل کېږي.
 


د مطلب کود: 269773

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269773/د-افغانستان-انرژۍ-او-اوبو-وزارت-ترکیې-۷۷-شرکت-ترمنځ-۲۰۰-میګاواټه-برېښنا-تولید-په-برخه-کې-همکارۍ-تفاهم-لیک-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com