دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 269773
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت او د ترکیې ۷۷ شرکت ترمنځ د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو
د انرژۍ او اوبو وزارت او د ترکیې ۷۷ شرکت ترمنځ د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې په موخه د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. ټاکل شوې چې دغه پروژه په هرات ولایت کې پلې شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت په یوه ټویټ کې د دغه وزارت او د ترکیې ۷۷ شرکت تر منځ په هرات ولایت کې د (باد) له لارې د ۲۰۰ میګاواټه بریښنا د تولید په برخه کې د همکارۍ یو تفاهم لیک اعلان کړی دی. .
 
د دغه وزارت د اعلامیې پر بنسټ، دغه تفاهم لیک نن سه شنبه د ثور په ۱۹مه، د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست عبداللطیف منصور او د ۷۷ ترکۍ کمپنۍ د رئیس سلیمان جیلیلو ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو او دا پروژه به د په هرات ولایت کې تطبیق شي.
 
د ۷۷ ترکي کمپنۍ مشر سلیمان جیلیو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د انرژۍ او اوبو په برخه کې خپلې پانګونې پراخې کړي.
 
په ټویټ کې راغلي چې د انرژۍ او اوبو وزارت د کندهار د برېښنا پروژې او د کجکي بند د دویم فاز د جوړولو له امله له دوي څخه مننه کړې ده.
 
ویل شوي چې د دې پروژې تخنیکي مطالعات به د انرژۍ او اوبو وزارت او د ترکیې ۷۷ شرکت ترمنځ پیل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان د انرژۍ او برېښنا په برخه کې تر ډېره پر ګاونډيو هېوادونو تکيه لري. له همدې امله د کال په بېلابېلو موسمونو کې د بېلابېلو لاملونو له امله ګاونډي هېوادونه کله ناکله افغانستان ته د برېښنا صادرات پرې کوي او نوره هم کموي، چې دا کار د هېواد د پلازمېنې کابل په ګډون په لويو ښارونو کې د تيارې لامل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcjahe8tuqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته