کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او پاکستان چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه خبرې وکړې

20 ثور 1402 ساعت 10:41

د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د پاکستان د کراچۍ بندرونو د ادارې له مشر سره د سوداګرۍ، ترانزیت او د کراچۍ په بندرونو کې د افغان سوداګرو پر ستونزو خبرې وکړې.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په هغه غونډه کې چې د ترانسپورت وزارت مرستیال او د سوداګرۍ خونې رئیس هم په کې ګډون درلود د افغانستان د ګمرکونو ریاست او د پاکستان د کراچۍ بندر د ادارې مشر په سوداګریزو مسایلو، ترانزیت او د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو پر ستونزو خبرې وکړې.
 
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، افغان پلاوي د افغانستان په ګمرک کې د پاکستاني سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته په اشارې سره وویل، پاکستاني لوري باید د افغان سوداګرو د مالونو د ترانزیت لپاره هم اسانتیاوې برابرې کړي.
 
دواړو لورو د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د یوې کړنلارې له لارې د ښو اړیکو او همغږۍ پر رامنځته کولو هم هوکړه وکړه.
 
د یادولو وړ ده چې د ثور په ۱۵مه د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له افغانستان سره د پاکستان د سوداګریزو اړیکو په اړه د مشورې او خبرو په موخه اسلام آباد ته ولاړ.
 


د مطلب کود: 269787

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269787/د-افغانستان-او-پاکستان-چارواکو-دواړو-هېوادونو-سوداګریزو-ستونزو-حل-په-موخه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com