دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 269787
د افغانستان او پاکستان چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه خبرې وکړې
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د پاکستان د کراچۍ بندرونو د ادارې له مشر سره د سوداګرۍ، ترانزیت او د کراچۍ په بندرونو کې د افغان سوداګرو پر ستونزو خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په هغه غونډه کې چې د ترانسپورت وزارت مرستیال او د سوداګرۍ خونې رئیس هم په کې ګډون درلود د افغانستان د ګمرکونو ریاست او د پاکستان د کراچۍ بندر د ادارې مشر په سوداګریزو مسایلو، ترانزیت او د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو پر ستونزو خبرې وکړې.
 
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، افغان پلاوي د افغانستان په ګمرک کې د پاکستاني سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته په اشارې سره وویل، پاکستاني لوري باید د افغان سوداګرو د مالونو د ترانزیت لپاره هم اسانتیاوې برابرې کړي.
 
دواړو لورو د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د یوې کړنلارې له لارې د ښو اړیکو او همغږۍ پر رامنځته کولو هم هوکړه وکړه.
 
د یادولو وړ ده چې د ثور په ۱۵مه د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له افغانستان سره د پاکستان د سوداګریزو اړیکو په اړه د مشورې او خبرو په موخه اسلام آباد ته ولاړ.
 
https://avapress.com/vdcevo8wfjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته