کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په درېيو جنوبي ولايتونو کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې د نمايندګۍ دفتر پرانيستل شو

21 ثور 1402 ساعت 10:14

پاکستان ته د هېواد د مېوو او سبزیجاتو د صادراتو د اسانتیا په موخه په زابل، اروزګان او هلمند ولایتونو کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نمایندګۍ دفتر پرانیستل شو.


آوا - کندهار: د صادراتو او وارداتو د اسانتیا په موخه د سوداګرۍ او صنایعو خونې د هېواد په دریو ولایتونو کې نوي دفترونه پرانیستل.
 
ویل شوي، چې د دغه کار موخه د سویل لوېدیځې حوزې څخه د نړۍ بازارونو ته د مېوو او سبزیجاتو د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
 
دغه ادارې په زابل، هلمند او اروزګان ولایتونو کې پرانیستل شوې.
 
د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر محمد صديق مهمند وايي، دغه اقدام يې د وچې او موسمي مېوو د ښه صادرولو په موخه کړى دى.
 
د کندهار اوسېدونکی محمد حسین آوا ته وویل: دا یو ډېر ښه او نیک اقدام دی، چې د سوداګرۍ خونې له خوا د مېوو او سبزیجاتو د ضایع کېدو د مخنیوي او د باغدارانو د زیان د مخنیوي په موخه ترسره شو.
 
نوموړي دغه راز له چارواکو وغوښتل، چې په هېواد کې د باغدارانو او صادرونکو د ستونزو د هواري لپاره لا زياتې هڅې وکړي.
 
په همدې حال کې ویل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به د سپین بولدک پر پوله له هېواد څخه د صادراتو د ستونزو د حل په موخه یوه غونډه جوړه شي.
 


د مطلب کود: 269836

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269836/د-هېواد-په-درېيو-جنوبي-ولايتونو-کې-سوداګرۍ-او-صنايعو-خونې-نمايندګۍ-دفتر-پرانيستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com