دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 269836
د هېواد په درېيو جنوبي ولايتونو کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې د نمايندګۍ دفتر پرانيستل شو
پاکستان ته د هېواد د مېوو او سبزیجاتو د صادراتو د اسانتیا په موخه په زابل، اروزګان او هلمند ولایتونو کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د نمایندګۍ دفتر پرانیستل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د صادراتو او وارداتو د اسانتیا په موخه د سوداګرۍ او صنایعو خونې د هېواد په دریو ولایتونو کې نوي دفترونه پرانیستل.
 
ویل شوي، چې د دغه کار موخه د سویل لوېدیځې حوزې څخه د نړۍ بازارونو ته د مېوو او سبزیجاتو د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
 
دغه ادارې په زابل، هلمند او اروزګان ولایتونو کې پرانیستل شوې.
 
د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر محمد صديق مهمند وايي، دغه اقدام يې د وچې او موسمي مېوو د ښه صادرولو په موخه کړى دى.
 
د کندهار اوسېدونکی محمد حسین افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دا یو ډېر ښه او نیک اقدام دی، چې د سوداګرۍ خونې له خوا د مېوو او سبزیجاتو د ضایع کېدو د مخنیوي او د باغدارانو د زیان د مخنیوي په موخه ترسره شو.
 
نوموړي دغه راز له چارواکو وغوښتل، چې په هېواد کې د باغدارانو او صادرونکو د ستونزو د هواري لپاره لا زياتې هڅې وکړي.
 
په همدې حال کې ویل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به د سپین بولدک پر پوله له هېواد څخه د صادراتو د ستونزو د حل په موخه یوه غونډه جوړه شي.
 
https://avapress.com/vdcjthe8muqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته