کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د غنمو په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی

21 ثور 1402 ساعت 13:04

د جوزجان د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د وچکالۍ او د باران د کمښت له امله په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۴۰ سلنه کم شوي دي.


آوا: د جوزجان د کرنې او مالدارۍ رئیس عبادالله انصار نن (پنجشنبه، ثور ۲۱) وویل چې سږ کال په جوزجان کې ۶۰ زره هکتاره للمي او ۲۸ زره هکتاره خړوب شوي دي.
 
خو هغه وويل، چې د باران د کمښت او د ځمکې د سطحې د اوبو د کمښت له امله د غنمو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ٤٠ سلنه کموالى ښيي.
 
د جوزجان د کرنې رييس زياته کړه، چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولايت کې د غنمو کرکيله هم کمه وه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د جوزجان په ګډون د شمالي ولايتونو ډېرى سيمې ميداني دي، چې هر کال په کې د کروندګرو له خوا غنم کرل کېدل.
 


د مطلب کود: 269860

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269860/په-جوزجان-کې-د-غنمو-حاصلاتو-۴۰-سلنه-کموالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com