دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 269860
په جوزجان کې د غنمو په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی
د جوزجان د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د وچکالۍ او د باران د کمښت له امله په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۴۰ سلنه کم شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د جوزجان د کرنې او مالدارۍ رئیس عبادالله انصار نن (پنجشنبه، ثور ۲۱) وویل چې سږ کال په جوزجان کې ۶۰ زره هکتاره للمي او ۲۸ زره هکتاره خړوب شوي دي.
 
خو هغه وويل، چې د باران د کمښت او د ځمکې د سطحې د اوبو د کمښت له امله د غنمو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ٤٠ سلنه کموالى ښيي.
 
د جوزجان د کرنې رييس زياته کړه، چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولايت کې د غنمو کرکيله هم کمه وه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د جوزجان په ګډون د شمالي ولايتونو ډېرى سيمې ميداني دي، چې هر کال په کې د کروندګرو له خوا غنم کرل کېدل.
 
https://avapress.com/vdcg3y9xzak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته