کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد پخوانی ولسمشر:

د افغانستان د ستونزو حل د سیمې د هېوادونو اجماع ته اړتیا لري

21 ثور 1402 ساعت 14:55

د هېواد پخواني ولسمشر د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د سیمې د هېوادونو اجماع اړینه ده.


آوا: پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان د ستونزو حل د سیمې د هېوادونو اجماع ده.
 
د تسنیم خبری آژانس د رپوټ له مخې کاظمی قمی وویل د افغانستان کړکیچ یوازې د سیمې او د ملګرو ملتو په ملاتړ سره حل کېدای شی.
 
کرزي له کاظمي قمي سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د سیمې د هېوادونو اجماع اړینه ده. دغه راز هغه د دوحې د ناستې د پایلو په اړه هم خوشبیني څرګنده کړې ده.
 
په دې کتنه کې د افغانستان پخواني جمهور رييس ايران د افغانستان يو تاريخي دوست وباله او په ايران کې يې د افغان ځوانانو لپاره د زده کړو د زمينې د برابرولو له امله د ايران له اسلامي جمهوريت څخه مننه وکړه.
 


د مطلب کود: 269879

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269879/د-افغانستان-ستونزو-حل-سیمې-هېوادونو-اجماع-ته-اړتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com