دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 269879
د افغانستان د ستونزو حل د سیمې د هېوادونو اجماع ته اړتیا لري
د هېواد پخواني ولسمشر د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د سیمې د هېوادونو اجماع اړینه ده.
افغان غږ خبری آژانس: پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان د ستونزو حل د سیمې د هېوادونو اجماع ده.
 
د تسنیم خبری آژانس د رپوټ له مخې کاظمی قمی وویل د افغانستان کړکیچ یوازې د سیمې او د ملګرو ملتو په ملاتړ سره حل کېدای شی.
 
کرزي له کاظمي قمي سره په کتنه کې وویل چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د سیمې د هېوادونو اجماع اړینه ده. دغه راز هغه د دوحې د ناستې د پایلو په اړه هم خوشبیني څرګنده کړې ده.
 
په دې کتنه کې د افغانستان پخواني جمهور رييس ايران د افغانستان يو تاريخي دوست وباله او په ايران کې يې د افغان ځوانانو لپاره د زده کړو د زمينې د برابرولو له امله د ايران له اسلامي جمهوريت څخه مننه وکړه.
 
https://avapress.com/vdcguy9xyak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته