کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات پوهنتون په څو څانګو کې د ماسټرۍ د دوري لپاره ازموینه واخیستل

24 ثور 1402 ساعت 10:41

د هرات پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو، اقتصاد او کرنې پوهنځیو د ماسټرۍ دورې لپاره د کانکور ازموینه د دغه پوهنتون د شرعیاتو او اسلامی علومو پوهنځي د مولانا جامي په تالار کې د ازموینې د کمیټې د مسوولینو او غړو په حضور کې واخیستل شوه.


آوا - هرات: د دې ازموينې د بورډ مشر پوهاند محمد طاهر خليق وويل: په دې ازموينه کې ٢٤٣ کسانو نوم ليکنه کړې او د هرات پوهنتون د داخلې د ظرفيت له مخې به په دغو پروګرامونو کې وګمارل شي.
 
نوموړي د هرات پوهنتون له مشرتابه او د دغه علمي بنسټ د استادانو له همکارۍ مننه او قدرداني وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې ازموينه له هر ډول تبعيض څخه پاکه او شفافه ده.
 
له بلې خوا د هرات پوهنتون رئيس مولوي عبدالعزيز نعماني په هېواد کې د تخصص په برابرولو او پراختيا کې د لوړو زده کړو د رول په اړه خبرې وکړې.
 
هغه زیاته کړه: څرنګه چې هره ټولنه د ودې او پرمختګ لپاره متخصص پرسونل ته اړتیا لري، نو اسلامي امارت هم د همدې مهمې موضوع په نظر کې نیولو سره په پوهنتونونو کې د ماسټرۍ پروګرامونه تائید کړل، چې له نېکه مرغه سږ کال هرات پوهنتون د ماسټرۍ د پروګرامونو تر څنګ د ادبیاتو او اقتصاد پوهنځيو کوربه توب کوي.
 
ښاغلي نعماني د ازموينې د بهير پر روڼتيا د ټينګار ترڅنګ له غوښتونکو سره ژمنه وکړه، چې په دې ازموينه کې به هېڅ ډول بهرنۍ لاسوهنه نه کېږي او ازموينه به په ډېر دقت او شفاف ډول ترسره کېږي.
 


د مطلب کود: 269992

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/269992/د-هرات-پوهنتون-په-څو-څانګو-کې-ماسټرۍ-دوري-لپاره-ازموینه-واخیستل

آوا
  https://www.avapress.com