کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جوزجان نوي والي په کار پیل وکړ

25 ثور 1402 ساعت 8:56

د جوزجان سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت د نوي والي په توګه د ګل حیدر شفق د معرفي کېدو او کار پیل اعلان کړ.


آوا - مزارشریف: د جوزجان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، ګل حیدر شفق نن (یکشنبه، ثور ۲۴) د دغه ولایت د نوی والی په توګه په کار پیل وکړ.
 
د دوی په وینا، د جوزجان نوي والي نن د دغه ولایت د ټولو دولتي ادارو د مسوولینو په حضور کې لومړنۍ اداري غونډه وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اسماعیل راسخ د جوزجان ولایت والي و، چې د ۲۰۳ تندر منصوري قول اردو د قوماندان په توګه وټاکل شو.
 
باید وویل شي، چې ګل حیدر شفق تر دې وړاندې د غزني د مرستیال والي په توګه دنده ترسره کوله.
 


د مطلب کود: 270047

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270047/د-جوزجان-نوي-والي-په-کار-پیل-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com