دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 270047
د جوزجان نوي والي په کار پیل وکړ
د جوزجان سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت د نوي والي په توګه د ګل حیدر شفق د معرفي کېدو او کار پیل اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د جوزجان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، ګل حیدر شفق نن (یکشنبه، ثور ۲۴) د دغه ولایت د نوی والی په توګه په کار پیل وکړ.
 
د دوی په وینا، د جوزجان نوي والي نن د دغه ولایت د ټولو دولتي ادارو د مسوولینو په حضور کې لومړنۍ اداري غونډه وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اسماعیل راسخ د جوزجان ولایت والي و، چې د ۲۰۳ تندر منصوري قول اردو د قوماندان په توګه وټاکل شو.
 
باید وویل شي، چې ګل حیدر شفق تر دې وړاندې د غزني د مرستیال والي په توګه دنده ترسره کوله.
 
https://avapress.com/vdcfjxd0ew6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته