کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي پراختیايي بانک له افغانستان سره څه باندې دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه

25 ثور 1402 ساعت 10:20

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا "یونیسف" اعلان کړی چې د اسلامي پراختیایي بانک ګروپ په افغانستان کې له خوارځواکۍ ځپلو ماشومانو سره نږدې دوه میلیونه ډالره مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا "یونیسف" په خپل ټویټر کې لیکلي چې یونیسف د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره د اسلامي پراختیایي بانک د ډلې له خوا د شاوخوا دوه میلیونه ډالرو د مرستې له امله مننه کوي.
 
یونیسف به دا پیسې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې ۳۲۰۰۰ کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو او د ۱۸۷۰۰ څخه د زیاتو ماشومانو د سختې خوارځواکۍ د درملنې لپاره ولګوي.
 
د يادونې وړ ده، چې يونيسف تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ يو زيات شمېر ماشومان د روغتيايي خوراکي توکو د برابرولو په برخه کې د بوديجې د نه ترلاسه کولو په صورت کې به مړه شي.
 


د مطلب کود: 270059

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270059/اسلامي-پراختیايي-بانک-له-افغانستان-سره-څه-باندې-دوه-میلیونه-ډالره-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com