دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 270059
اسلامي پراختیايي بانک له افغانستان سره څه باندې دوه میلیونه ډالره مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا "یونیسف" اعلان کړی چې د اسلامي پراختیایي بانک ګروپ په افغانستان کې له خوارځواکۍ ځپلو ماشومانو سره نږدې دوه میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا "یونیسف" په خپل ټویټر کې لیکلي چې یونیسف د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندوق سره د اسلامي پراختیایي بانک د ډلې له خوا د شاوخوا دوه میلیونه ډالرو د مرستې له امله مننه کوي.
 
یونیسف به دا پیسې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې ۳۲۰۰۰ کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو او د ۱۸۷۰۰ څخه د زیاتو ماشومانو د سختې خوارځواکۍ د درملنې لپاره ولګوي.
 
د يادونې وړ ده، چې يونيسف تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ يو زيات شمېر ماشومان د روغتيايي خوراکي توکو د برابرولو په برخه کې د بوديجې د نه ترلاسه کولو په صورت کې به مړه شي.
 
https://avapress.com/vdciwuar3t1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته