کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هالنډ کمیټې په میدان وردګ کې له مالدارانو سره نغدي مرسته وکړه

25 ثور 1402 ساعت 14:00

په میدان وردګ ولایت کې د اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، چې د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې (DCA) په دغه ولایت کې پر مالدارانو نغدي مرستې ویشلې دي.


آوا - کابل: د وردګو په چوک کې د اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ ریاست نن (دوشنبه، ثور ۲۵) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د مرکز او ولسوالیو له مالدارانو سره به نغدي مرستې وشي.
 
د هغو مالدارانو شمېر چې نغدي مرسته یې ترلاسه کړې، ټولټال ۶۰۰ تنه وو.
 
هر مالدار ته ۲۵۵۰ افغانۍ ویشل شوي دي، چې په ټولیزه توګه ۱۵۰۰۳۰۰ افغانیو ته رسیږي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده شوې نغدي مرسته د مالدارانو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو او د مالدارانو د روزنې په برخه کې د مالدارانو د هڅونې په موخه ووېشل شوه.
 
د میدان وردګ ولایت زياتره اوسېدونکي په مالدارۍ بوخت دي.
 
وروستیو وچکالیو د میدان وردګو په مرکز او ولسوالیو کې مالداران د څارویو لپاره د خوراکي توکو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ کړي دي.
 


د مطلب کود: 270087

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270087/د-هالنډ-کمیټې-په-میدان-وردګ-کې-له-مالدارانو-سره-نغدي-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com