دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 270087
د هالنډ کمیټې په میدان وردګ کې له مالدارانو سره نغدي مرسته وکړه
په میدان وردګ ولایت کې د اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، چې د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې (DCA) په دغه ولایت کې پر مالدارانو نغدي مرستې ویشلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د وردګو په چوک کې د اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ ریاست نن (دوشنبه، ثور ۲۵) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د مرکز او ولسوالیو له مالدارانو سره به نغدي مرستې وشي.
 
د هغو مالدارانو شمېر چې نغدي مرسته یې ترلاسه کړې، ټولټال ۶۰۰ تنه وو.
 
هر مالدار ته ۲۵۵۰ افغانۍ ویشل شوي دي، چې په ټولیزه توګه ۱۵۰۰۳۰۰ افغانیو ته رسیږي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده شوې نغدي مرسته د مالدارانو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو او د مالدارانو د روزنې په برخه کې د مالدارانو د هڅونې په موخه ووېشل شوه.
 
د میدان وردګ ولایت زياتره اوسېدونکي په مالدارۍ بوخت دي.
 
وروستیو وچکالیو د میدان وردګو په مرکز او ولسوالیو کې مالداران د څارویو لپاره د خوراکي توکو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcjoye8auqeayz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته