کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولوي عبدالکبیر په موقت ډول د اسلامي امارت د رئیس الوزرا په توګه وټاکل شو

27 ثور 1402 ساعت 10:57

د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې مولوي عبدالکبیر د ملا محمد حسن اخند پر ځای په موقتي توګه د اسلامي امارت د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د لومړي وزیر مرستیال ملا محمد حسن اخند د ورپېښې ناروغۍ له امله له خپلې دندې استعفا کړې او دنده یې د اسلامي امارت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پر غاړه اخیستې ده.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ ځینو رسنیو ته ویلي: «رئیس الوزرا د اختر په ورځ کندهار ته تللی و، هلته ناروغ شو او خپل سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یې د څه مودې لپاره خپل ځایناستي وټاکه او کله چې هغه روغ شي بیرته به خپلې دندې ته راستون شي."
 
تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو خبر ورکړی و، چې مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د رئیس الوزرا د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
 
له بلې خوا د مولوي عبدالکبير د مطبوعاتي دفتر مسئول محمد حسن حقيار هم پژواک خبري آژانس ته وويل، چې د ملا حسن اخند د سختې ناروغۍ له امله مولوي عبدالکبير په موقت ډول د رئیس الوزرا د سرپرست په توګه ټاکل شوى دى. "


د مطلب کود: 270170

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270170/مولوي-عبدالکبیر-په-موقت-ډول-د-اسلامي-امارت-رئیس-الوزرا-توګه-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com