دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 270170
مولوي عبدالکبیر په موقت ډول د اسلامي امارت د رئیس الوزرا په توګه وټاکل شو
د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې مولوي عبدالکبیر د ملا محمد حسن اخند پر ځای په موقتي توګه د اسلامي امارت د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د لومړي وزیر مرستیال ملا محمد حسن اخند د ورپېښې ناروغۍ له امله له خپلې دندې استعفا کړې او دنده یې د اسلامي امارت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پر غاړه اخیستې ده.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ ځینو رسنیو ته ویلي: «رئیس الوزرا د اختر په ورځ کندهار ته تللی و، هلته ناروغ شو او خپل سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یې د څه مودې لپاره خپل ځایناستي وټاکه او کله چې هغه روغ شي بیرته به خپلې دندې ته راستون شي."
 
تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو خبر ورکړی و، چې مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د رئیس الوزرا د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
 
له بلې خوا د مولوي عبدالکبير د مطبوعاتي دفتر مسئول محمد حسن حقيار هم پژواک خبري آژانس ته وويل، چې د ملا حسن اخند د سختې ناروغۍ له امله مولوي عبدالکبير په موقت ډول د رئیس الوزرا د سرپرست په توګه ټاکل شوى دى. "
https://avapress.com/vdccmxqix2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته