کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان - دایکندي سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

27 ثور 1402 ساعت 15:03

د باميان ولايت د فوايد عامې رييس وايي، چې د باميان - دايکنډي سړک د ترميم چارې پيل شوې دي.


آوا - بامیان: ټاکل شوې چې دغه سړک د ورس ولسوالۍ تر مرکز کوتل قناق پورې د ۴۱ کیلومترو په اوږدوالي سره ورغول شي.
 
د باميانو ولايت د فوايد عامې رييس مل پاسوال عبدالخالق حقمل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه لويه لاره د دغه رياست د ماشينري ټيم له خوا په ښه توګه ترميم او شګول کيږي.
 
باید وویل شي، چې ډېری ښاریان د هېواد د لویو لارو له ویجاړېدو شکایت کوي.
 


د مطلب کود: 270195

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270195/د-بامیان-دایکندي-سړک-بیارغونې-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com