دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 270195
د بامیان - دایکندي سړک د بیارغونې چارې پیل شوې
د باميان ولايت د فوايد عامې رييس وايي، چې د باميان - دايکنډي سړک د ترميم چارې پيل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: ټاکل شوې چې دغه سړک د ورس ولسوالۍ تر مرکز کوتل قناق پورې د ۴۱ کیلومترو په اوږدوالي سره ورغول شي.
 
د باميانو ولايت د فوايد عامې رييس مل پاسوال عبدالخالق حقمل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه لويه لاره د دغه رياست د ماشينري ټيم له خوا په ښه توګه ترميم او شګول کيږي.
 
باید وویل شي، چې ډېری ښاریان د هېواد د لویو لارو له ویجاړېدو شکایت کوي.
 
https://avapress.com/vdcjhye8iuqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته