کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د ورزشي جمنازیوم د جوړېدو چارې پیل شوې

29 ثور 1402 ساعت 11:10

د بدخشان ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې يو سوداګر د لس ميليونه افغانيو په لګښت يو ورزشي جمنازيوم جوړ کړی دی.


آوا - مزارشریف: په بدخشان کې د یوه ملي سوداګر لخوا جوړ شوی ورزشي جمنازیم پرون پنجشنبه د ثور ۲۸مه د سیمه ییزو چارواکو او د ورزشي ټیمونو د استازو په حضور کې د فیض اباد په ښار کې پرانیستل شو.
 
د بدخشان سیمه ییز چارواکي د دغه جمنازیوم د پرانستلو د هرکلي په ترڅ کې د «اتحاد فوټسال جمنازیم» د ځوانانو لپاره یو سالم پروګرام بولي.
 
د بدخشان ولايت يو تن سوداګر سجاد يونسي چې دغه ورزشي ډګر يې جوړ کړى، وويل چې دغه جمنازيوم د لس ميليونه افغانيو په لګښت د اتو مياشتو په موده کې په معياري ډول جوړ شوى او له نن څخه به ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.
 
د فيض اباد ښار ځوانانو هم د دغه ورزشي ډګر په پرانيستلو خوښي څرګنده کړه او له چارواکو يې ورزشکارانو ته د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.


د مطلب کود: 270272

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270272/په-بدخشان-کې-د-لس-میلیونه-افغانیو-لګښت-ورزشي-جمنازیوم-جوړېدو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com