دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 270272
په بدخشان کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د ورزشي جمنازیوم د جوړېدو چارې پیل شوې
د بدخشان ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې يو سوداګر د لس ميليونه افغانيو په لګښت يو ورزشي جمنازيوم جوړ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: په بدخشان کې د یوه ملي سوداګر لخوا جوړ شوی ورزشي جمنازیم پرون پنجشنبه د ثور ۲۸مه د سیمه ییزو چارواکو او د ورزشي ټیمونو د استازو په حضور کې د فیض اباد په ښار کې پرانیستل شو.
 
د بدخشان سیمه ییز چارواکي د دغه جمنازیوم د پرانستلو د هرکلي په ترڅ کې د «اتحاد فوټسال جمنازیم» د ځوانانو لپاره یو سالم پروګرام بولي.
 
د بدخشان ولايت يو تن سوداګر سجاد يونسي چې دغه ورزشي ډګر يې جوړ کړى، وويل چې دغه جمنازيوم د لس ميليونه افغانيو په لګښت د اتو مياشتو په موده کې په معياري ډول جوړ شوى او له نن څخه به ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.
 
د فيض اباد ښار ځوانانو هم د دغه ورزشي ډګر په پرانيستلو خوښي څرګنده کړه او له چارواکو يې ورزشکارانو ته د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
https://avapress.com/vdcfexd00w6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته