کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه مړه او ټپيان شول

30 ثور 1402 ساعت 8:45

په بغلان ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه ووژل شول او يو بل ټپي شو.


آوا - مزارشریف: دغه پیښه پرون د ثور میاشتې په ۲۸ نیټه د پلخمري ښار اړوند د ګوهرګان په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو ګړندی موټر له سړک څخه واوښت او د اوبو په سیند کې ولوید.
 
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند مولوي شيراحمد برهاني باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې څلور تنه ووژل شول او يو بل ټپي شو .
 
ددغې ترافيکي پيښې په قربانيانوکې دوه تنه ماشومان هم شامل دي .
 
د دې پېښې اصلي لامل د موټر ډېر سرعت بلل شوی دی.
 
د موټر چلوونکو بې احتیاطي، تېز سرعت او د موټر چلولو د اصولو نه مراعت په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
 


د مطلب کود: 270288

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270288/په-بغلان-کې-د-يوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-پنځه-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com