دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 270288
په بغلان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله پنځه تنه مړه او ټپيان شول
په بغلان ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه ووژل شول او يو بل ټپي شو.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: دغه پیښه پرون د ثور میاشتې په ۲۸ نیټه د پلخمري ښار اړوند د ګوهرګان په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو ګړندی موټر له سړک څخه واوښت او د اوبو په سیند کې ولوید.
 
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند مولوي شيراحمد برهاني باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې څلور تنه ووژل شول او يو بل ټپي شو .
 
ددغې ترافيکي پيښې په قربانيانوکې دوه تنه ماشومان هم شامل دي .
 
د دې پېښې اصلي لامل د موټر ډېر سرعت بلل شوی دی.
 
د موټر چلوونکو بې احتیاطي، تېز سرعت او د موټر چلولو د اصولو نه مراعت په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcc4xqi42bqmi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته