کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال راستانه شول

30 ثور 1402 ساعت 13:29

د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، چې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال افغانستان ته داخل شوي دي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن شنبه (ثور ۳۰) له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنیدو د وضعیت په اړه نوی راپور اعلان کړ.
 
د اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ثور په ۲۸مه د هرات له اسلام کلا بندر څخه دوه زره او ۷۳۱ افغان کډوال هېواد ته داخل شوي دي.
 
دغه وزارت ویلي دي چې د دغو کډوالو له جملې څخه یو شمیر یې د نغدي مرستو په موخه ملګرو ملتونو ته معرفي شوي دي.
 
له دې مخکې د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او په کابل کښې د دغه هیواد د سفارت له مشر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کښې د افغان کډوالو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د خدمتونو قدرداني وکړه.
 
په دغه کتنه کښې د ملګرو ملتو سرمنشي له اسلامي جمهوريت سره خپلې لس کلنې کاري تجربې ته اشاره وکړه او په ايران کښې د ميشتو افغان کډوالو په برخه کښې يې د ايران د سخاوتمندانه هلو ځلو له امله مننه وکړه.
 


د مطلب کود: 270321

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270321/له-ایران-څخه-څه-باندې-دوه-زره-افغان-کډوال-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com