دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 270321
له ایران څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال راستانه شول
د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، چې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال افغانستان ته داخل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن شنبه (ثور ۳۰) له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنیدو د وضعیت په اړه نوی راپور اعلان کړ.
 
د اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ثور په ۲۸مه د هرات له اسلام کلا بندر څخه دوه زره او ۷۳۱ افغان کډوال هېواد ته داخل شوي دي.
 
دغه وزارت ویلي دي چې د دغو کډوالو له جملې څخه یو شمیر یې د نغدي مرستو په موخه ملګرو ملتونو ته معرفي شوي دي.
 
له دې مخکې د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او په کابل کښې د دغه هیواد د سفارت له مشر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کښې د افغان کډوالو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د خدمتونو قدرداني وکړه.
 
په دغه کتنه کښې د ملګرو ملتو سرمنشي له اسلامي جمهوريت سره خپلې لس کلنې کاري تجربې ته اشاره وکړه او په ايران کښې د ميشتو افغان کډوالو په برخه کښې يې د ايران د سخاوتمندانه هلو ځلو له امله مننه وکړه.
 
https://avapress.com/vdcauwnu649n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته