کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو

31 ثور 1402 ساعت 8:29

د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږد بهیر پیل کړی دی.


آوا - کابل: د حاجیانو لومړۍ الوتنه تېره شپه (شنبه، ثور ۳۰) د کابل له هوایی ډګر څخه وشوه.
 
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي امارت سرپرست مولوي عبدالکبیر له حاجیانو وغوښتل چې د هېواد د سوکالۍ او د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره دعاګانې وکړي.
 
په لومړۍ الوتنه کې ۳۴۶ حاجیان سعودي عربستان ته انتقال شول.
 
د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، سږ کال به د هېواد د څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو له لارې شاوخوا ۳۰ زره کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته ولېږدول شي.
 


د مطلب کود: 270362

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270362/له-افغانستان-څخه-سعودي-عربستان-ته-د-حاجیانو-لېږد-بهیر-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com