دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۲۹
د مطلب کود : 270362
له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو
د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږد بهیر پیل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د حاجیانو لومړۍ الوتنه تېره شپه (شنبه، ثور ۳۰) د کابل له هوایی ډګر څخه وشوه.
 
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي امارت سرپرست مولوي عبدالکبیر له حاجیانو وغوښتل چې د هېواد د سوکالۍ او د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره دعاګانې وکړي.
 
په لومړۍ الوتنه کې ۳۴۶ حاجیان سعودي عربستان ته انتقال شول.
 
د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، سږ کال به د هېواد د څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو له لارې شاوخوا ۳۰ زره کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته ولېږدول شي.
 
https://avapress.com/vdcfvxd00w6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته