کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سرپل ولایت له قشقري څاګانو څخه هره ورځ ۱۸۰۰ بېرله تېل استخراج کېږي

31 ثور 1402 ساعت 11:22

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپل ولایت د قشقري د نفتو له څاګانو څخه هره ورځ ۲۵۰ ټنه تېل، چې ۱۸۰۰ بېرله کېږي، د استخراج خبر ورکوي.


آوا - مزارشریف: د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د سرپل ولایت د قشقري له څاګانو څخه هره ورځ ۲۵۰ ټنه او ۱۸۰۰ بېرله خام تیل استخراجیږي. تر اوسه څه باندې ۱۷ زره ټنه تېل استخراج او تصفیه شوي دي
 
د دوی په خبره، دا مهال د څلورو څاګانو ترڅنګ درې نورې د تېلو څاګانې هم فعالې شوې دي.
 
د افغانستان په شمال کې د قشغري د نفتو ساحه چې درې سیمې اقدریه، قشقري او انګوت لري، ټول ټال ۱۷۲۳ کیلومتره مربع مساحت لري او د هېواد په کچه د نفتو تر ټولو لویه سیمه تشکیلوي.
 


د مطلب کود: 270376

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270376/د-سرپل-ولایت-له-قشقري-څاګانو-څخه-هره-ورځ-۱۸۰۰-بېرله-تېل-استخراج-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com