دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 270376
د سرپل ولایت له قشقري څاګانو څخه هره ورځ ۱۸۰۰ بېرله تېل استخراج کېږي
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپل ولایت د قشقري د نفتو له څاګانو څخه هره ورځ ۲۵۰ ټنه تېل، چې ۱۸۰۰ بېرله کېږي، د استخراج خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کانونو او پټرولیم وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د سرپل ولایت د قشقري له څاګانو څخه هره ورځ ۲۵۰ ټنه او ۱۸۰۰ بېرله خام تیل استخراجیږي. تر اوسه څه باندې ۱۷ زره ټنه تېل استخراج او تصفیه شوي دي
 
د دوی په خبره، دا مهال د څلورو څاګانو ترڅنګ درې نورې د تېلو څاګانې هم فعالې شوې دي.
 
د افغانستان په شمال کې د قشغري د نفتو ساحه چې درې سیمې اقدریه، قشقري او انګوت لري، ټول ټال ۱۷۲۳ کیلومتره مربع مساحت لري او د هېواد په کچه د نفتو تر ټولو لویه سیمه تشکیلوي.
 
https://avapress.com/vdca0wnui49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته