کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات ولایت ته د پولنډي سیلانیانو سفر

31 ثور 1402 ساعت 14:40

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس له هغو لسو پولنډي سيلانيانو سره وکتل چې هرات ته د تاريخي او لرغونو اثارو د ليدنې په موخه تللي دي.


آوا: د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نعیم الحق حقاني له دغو سیاستوالو سره په کتنه کې وویل: د اسلامي امارت له بریا وروسته هرات ولایت د ګڼو کورنیو او بهرنیو څیلانیانو شاهد دی.
 
هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې چارواکي او خلک سيلانيان د مېلمنو په توګه هرکلى کوي.
 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس يادونه وکړه چې سيلانيان د خپلو هېوادونو سفيران دي او کولاى شي د هېوادونو د کلتور او ارتباطاتو د لا نږدې کولو لپاره کار وکړي.
 
پولنډي سيلانيان چې هرات ته د يوې ډلې په توګه تللي وايي، هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې به د دغه ولايت له تاريخي او منظرو څخه ليدنه وکړي.
 
ويل کيږي چې هرات ولايت په تېره يوه مياشت کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د لسګونو بهرنيو سيلانيانو د شتون شاهد دى.
 


د مطلب کود: 270399

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270399/هرات-ولایت-ته-د-پولنډي-سیلانیانو-سفر

آوا
  https://www.avapress.com