دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 270399
هرات ولایت ته د پولنډي سیلانیانو سفر
د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس له هغو لسو پولنډي سيلانيانو سره وکتل چې هرات ته د تاريخي او لرغونو اثارو د ليدنې په موخه تللي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نعیم الحق حقاني له دغو سیاستوالو سره په کتنه کې وویل: د اسلامي امارت له بریا وروسته هرات ولایت د ګڼو کورنیو او بهرنیو څیلانیانو شاهد دی.
 
هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې چارواکي او خلک سيلانيان د مېلمنو په توګه هرکلى کوي.
 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس يادونه وکړه چې سيلانيان د خپلو هېوادونو سفيران دي او کولاى شي د هېوادونو د کلتور او ارتباطاتو د لا نږدې کولو لپاره کار وکړي.
 
پولنډي سيلانيان چې هرات ته د يوې ډلې په توګه تللي وايي، هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې به د دغه ولايت له تاريخي او منظرو څخه ليدنه وکړي.
 
ويل کيږي چې هرات ولايت په تېره يوه مياشت کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د لسګونو بهرنيو سيلانيانو د شتون شاهد دى.
 
https://avapress.com/vdcf1xd01w6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته