کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام: ایران دې افغانستان ته د هند د مرستو په لېږد کې همکاري وکړي

1 جوزا 1402 ساعت 13:55

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) استازي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت له مرستیال سره په کتنه کې د چابهار بندر او خواف-هرات له لارې افغانستان ته د هند د بشري مرستو د انتقال په برخه کې د ایران د همکارۍ غوښتنه وکړه.


آوا - په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت نن (دوشنبه، جوزا ۱) په یوه ټویټ کې لیکلی چې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازی سیائو وی لی له سید حسن مرتضوي په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سره خبری کړي دي.
 
د ایران سفارت زیاته کړې، چې په سیمه کې د ایران دریځ ته په پام سره، د خوړو د نړیوال پروګرام له استازي افغانستان ته د هند د بشري مرستو د لېږد په برخه کې د دغه هېواد د همکاریو د لا ژورولو غوښتنه کړې ده.
 
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د چابهار بندر او د خواف- هرات د اورګاډي پټلۍ له لارې افغانستان ته د هند د بشري مرستو د لېږد په برخه کې د ایران د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
 
هند وايي له افغانستان سره به د غنمو او درملو مرسته وکړي.
 
تېر کال د غنمو په ګډون د هند مرستې د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدول شوې وې.
 


د مطلب کود: 270467

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270467/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-ایران-دې-افغانستان-ته-هند-مرستو-په-لېږد-کې-همکاري-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com