دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 270467
د خوړو نړیوال پروګرام: ایران دې افغانستان ته د هند د مرستو په لېږد کې همکاري وکړي
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) استازي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت له مرستیال سره په کتنه کې د چابهار بندر او خواف-هرات له لارې افغانستان ته د هند د بشري مرستو د انتقال په برخه کې د ایران د همکارۍ غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت نن (دوشنبه، جوزا ۱) په یوه ټویټ کې لیکلی چې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازی سیائو وی لی له سید حسن مرتضوي په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سره خبری کړي دي.
 
د ایران سفارت زیاته کړې، چې په سیمه کې د ایران دریځ ته په پام سره، د خوړو د نړیوال پروګرام له استازي افغانستان ته د هند د بشري مرستو د لېږد په برخه کې د دغه هېواد د همکاریو د لا ژورولو غوښتنه کړې ده.
 
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د چابهار بندر او د خواف- هرات د اورګاډي پټلۍ له لارې افغانستان ته د هند د بشري مرستو د لېږد په برخه کې د ایران د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
 
هند وايي له افغانستان سره به د غنمو او درملو مرسته وکړي.
 
تېر کال د غنمو په ګډون د هند مرستې د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدول شوې وې.
 
https://avapress.com/vdcb0gb5zrhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته