دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 269987
د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې هره ورځ ۲۰ میلیونه خلک وږي ويده کېږي
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې ۲۰ میلیونه افغانان هره ورځ د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري او وږي ويده کېږي.
افغان غږ خبری آژانس: په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر "هسیائو وی لی" د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او اعلان یې وکړ، چې هره ورځ شل میلیونه افغانان د خوړو لپاره کافي خواړه نه لري او لوږې ویده کېږي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې وضعیت خورا کړکیچن وباله او زیاته یې کړه: په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان او میندې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
 
اغلې هسیائو وی لی په افغانستان کې بشري وضعیت تر ډېره په افغانستان کې جګړې او سیاسي بې ثباتۍ ته منسوب کړ، چې د هغې په وینا د پراخې بې وزلۍ، د خوړو د خوندیتوب او لومړنیو خدمتونو او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي لامل شوی دی.
 
د خوړو نړیوال پروګرام هم اعلان وکړ: تېر کال یې په افغانستان کې د ۱۲ میلیونو ښځو او نجونو په ګډون له ۲۳ میلیونو وګړو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. دغه نړیوال بنسټ ټینګار کوي چې له افغانستان سره د مرستو دوام ۸۰۰ میلیونه ډالرو عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
 
ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي وو، سره له دې چې افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ دی، خو دوي تر ټولو کمه بودیجه لري.
 
https://avapress.com/vdcg7y9xuak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته