دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 267932
د خوړو نړیوال پروګرام تېر کال په افغانستان کې ۸۶۰ زره ټنه اوړه وېشلي دي
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې تېر کال یې په افغانستان کې ۸۶۰ زره ټنه اوړه وېشلي، دغه سازمان دا هم ویلي، چې په افغانستان کې یې د ۱۲ میلیونو ښځو او نجونو په ګډون له ۲۳ میلیونو کسانو سره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) نن (سه شنبه، حمل ۱۵) په خپل ټوېټ کې ویلی، چې د توزیع شویو اوړو ۳۵ سلنه په ټول هېواد کې له ۲۰ ډېرو سوداګریزو مالونو څخه ترلاسه شوی دی.
 
WFP زیاته کړه چې په دې وروستیو کې یې په هلمند کې له یوې سوداګریزې کارخانې څخه د اوړو اخیستل پیل کړي دي.
 
دغه خپرونه وايي، تېر کال دې ادارې په افغانستان کې د ۱۲ میلیونو ښځو او نجونو په ګډون له ۲۳ میلیونو کسانو سره مرسته کړې وه.
 
سږ کال په افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، تر اوسه د غوښتل شویو مرستو پنځه سلنه کمه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcexf8wwjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته