دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 267961
د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې به له څلورو میلیونو اړمنو سره مرستې کمې شي
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د سختو مالي خنډونو له امله اړ شوی چې په اپریل میاشت کې په دغه هېواد کې له څلورو میلیونو اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې بندې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که ژر تر ژره نورې مرستې ونه رسیږی، نو اړ شی چې د می په میاشت کې له څلورو میلیونو نورو خلکو سره د خوراکی توکو مرستې کمې کړی.
 
د ملګرو ملتونو د مرستو د دغه دفتر د نوي راپور له مخې، د پلان له مخې په پام کې وه چې په اپریل میاشت کې له ۱۳ میلیونو انسانانو سره د خوراکي توکو مرستې وشي، خو د بودیجې د کمښت له امله په دې میاشت کې یوازې ۹ میلیونه کسانو ته مرستې ورکړل شوې.
 
د خوړو د نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال له نوامبر څخه د ۲۰۲۳ کال تر مارچ میاشتې پورې شاوخوا ۲۰ میلیونه کسان د خوراکي توکو له سختې ناامنۍ سره مخامخ شوي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
 
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د درې میلیونه دوه سوه زره ماشومانو په ګډون چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، څلور میلیونه کسان په حاد خوارځواکۍ اخته دي.
 
په ټولیزه توګه، ملګرو ملتونو ۲۸.۳ میلیونه وګړي، چې د افغانستان د نفوس دوه پر دریمه برخه جوړوي، په مختلفو برخو کې بشري مرستو ته د اړتیا په توګه پیژندلي دي.
 
د خوړو نړيوال پروګرام په افغانستان کې لوږه د اقتصادي بحران، څو لسيزو جګړو، د اقليمي بحران او د سختو بنديزونو د لګولو له امله په ګوته کړې ده.
 
د خوړو نړيوال پروګرام په خپل راپور کې ليکلي، چې اوسمهال د دغه سازمان له سلو همکارو موسسو څخه ٨٢ يې په بشپړ فعاليت کې دي او د ٨٠ موسسو په فعاليتونو کې ښځينه کارکوونکې هم په کار بوختې دي.
 
افغانستان له کلونو راهیسې د جګړو او ناامنیو له امله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
 
https://avapress.com/vdcg3u9xqak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته