دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 260143
د خوړو نړیوال پروګرام د افغانانو ژوند د زغم وړ نه بولي
د خوړو نړیوال پروګرام په یوه ټویټ کې د افغانستان له خلکو سره د مرستو په دوام د هېواد اوسني اقتصادي وضعیت ته په پام سره د دوی لپاره ژوند د زغم وړ نه بولي.
افغان غږ خبری آژانس: نن (چهارشنبه، عقرب ۴) دغه پروګرام په یوه ټوېټ کې ویلی چې د پانګونې د پروګرامونو (عامه سرمایه جوړونې) او د معیشت د ملاتړ له لارې یې له ۱۰ میلیونو ښځو سره مرسته کړې ده.
 
ویل کېږي چې د هېواد تر نیمايي ډېر وګړي له لوږې سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.
 
په هېواد کې د اسلامي امارت له بيا جوړېدو او د لويديځ له بنديزونو وروسته په افغانستان کې فقر او بې روزګاري خپره شوې ده.
 
د مرستندویه موسسو په وینا، د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې دي.
 
https://avapress.com/vdcbagb5frhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته