دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 269062
د خوړو نړیوال پروګرام په تخار کې پر څه باندې دوه زره کورنیو خوراکي توکي وویشل
د خوړو نړیوال پروګرام په تخار ولایت کې پر ۲۵۹۳ کورنیو باندي اوړه، غوړي، مالګه او غذايي مواد وویشل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوراک نړیوال پروګرام له خوا د تخار ولایت د کلیو پراختیا ریاست په همکارۍ مرسته شوې خوراکي توکي د چهارشنبې په ورځ د ثور په شپږمه پر اړمنو کورنیو وویشل شول.
 
ويل کيږي چې په دغو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، مالګه او د ماشومانو لپاره غذايي مواد شامل وو.
 
د راه نوین موسسي لخوا مستحق کورنۍ پیژندل شوي دي.
 
تېره ورځ د خوراک نړيوال پروګرام له لوري په تخار ولايت کې پر څه باندې دوه زره کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
 
https://avapress.com/vdcaionuu49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته