کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستاني او برتانوي چارواکو تر منځ د خبرو تمرکز د افغانستان اوسنی وضعیت دی

3 جوزا 1402 ساعت 9:39

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي انډي مک کاوبري سره د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې کړې دي.


آوا: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان پر روان وضعیت، د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان د لرلو په موخه د ګډې هیلې او د خبرو پر دوام خبرې وشوې.
 
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دوحې د غونډې په څنډه کې د امریکا، روسیې او چین له استازو سره د افغانستان په اړه جلا جلا خبرې کړې وې.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کر د دوحې د غونډې په څنډه کې وویل چې ۴۰ میلیونه افغانان باید د سیاست قرباني نه شي.
 
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د خلکو د اقتصادی وضعیت ښه والی د دې په پرتله مهم دی چې په دغه هېواد کې کوم رژیم حاکم دی.
 


د مطلب کود: 270553

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270553/د-پاکستاني-او-برتانوي-چارواکو-تر-منځ-خبرو-تمرکز-افغانستان-اوسنی-وضعیت-دی

آوا
  https://www.avapress.com