دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 270553
د پاکستاني او برتانوي چارواکو تر منځ د خبرو تمرکز د افغانستان اوسنی وضعیت دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي انډي مک کاوبري سره د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان پر روان وضعیت، د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان د لرلو په موخه د ګډې هیلې او د خبرو پر دوام خبرې وشوې.
 
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د دوحې د غونډې په څنډه کې د امریکا، روسیې او چین له استازو سره د افغانستان په اړه جلا جلا خبرې کړې وې.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کر د دوحې د غونډې په څنډه کې وویل چې ۴۰ میلیونه افغانان باید د سیاست قرباني نه شي.
 
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د خلکو د اقتصادی وضعیت ښه والی د دې په پرتله مهم دی چې په دغه هېواد کې کوم رژیم حاکم دی.
 
https://avapress.com/vdchmvnix23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته