کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې د تیلو او ګازو د تولید پر کارخانې برید شپږ کسان وژلي دي

3 جوزا 1402 ساعت 14:52

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د تېلو او ګازو د تولید پر یوه کارخانه د نامعلومو وسله والو د برید په پایله کې ۶ تنه وژل شوي دي.


آوا: د پاکستان پولیسو اعلان کړی، چې دغه پېښه د افغانستان پولې ته څېرمه د هنګو په سیمه کې رامنځ ته شوې، چې په پایله کې یې څلور پولیس او دوه امنیتی ساتونکی وژل شوی دی.
 
د پاکستاني پولیسو په وینا نښته د دوشنبې په ورځ پیل شوه او تر سه شنبې پورې یې دوام وکړ.
 
د کرکوک ولسوالۍ امنيه قوماندان اصف بهادر وايي، شاوخوا ٥٠ وسله والو تېره شپه د يوه خصوصي شرکت د تېلو او ګازو پر تاسيساتو بريد کړى او څلور امنيتي سرتېري او دوه ساتونکي يې وژلي دي.
 
له بلې خوا د هنګري هېواد د MOL شرکت چې د دغې سیمې د ګازو او تېلو د استخراج قرارداد په غاړه لري، وايي چې د برید پر مهال یې هېڅ کارکوونکی په سیمه کې نه و.
 
له دغې نښتې څو ساعته وروسته د خېبرپښتونخوا په صوبه کې د تېلو او ګازو د استخراج په کارخانه کې د پرونۍ خونړۍ حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه واخیسته.
 
له بلې خوا پاکستاني رسنیو ویلي چې د سه شنبې ورځې له برید وروسته د تیلو او ګازو د دغو تاسیساتو فعالیت بند شوی دی.
 
له پاکستاني پوځ سره د اوربند له پای ته رسېدو وروسته، د تحریک طالبان پاکستان د ځواکونو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي.
 


د مطلب کود: 270598

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270598/په-پاکستان-کې-د-تیلو-او-ګازو-تولید-پر-کارخانې-برید-شپږ-کسان-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com