دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 270598
په پاکستان کې د تیلو او ګازو د تولید پر کارخانې برید شپږ کسان وژلي دي
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د تېلو او ګازو د تولید پر یوه کارخانه د نامعلومو وسله والو د برید په پایله کې ۶ تنه وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان پولیسو اعلان کړی، چې دغه پېښه د افغانستان پولې ته څېرمه د هنګو په سیمه کې رامنځ ته شوې، چې په پایله کې یې څلور پولیس او دوه امنیتی ساتونکی وژل شوی دی.
 
د پاکستاني پولیسو په وینا نښته د دوشنبې په ورځ پیل شوه او تر سه شنبې پورې یې دوام وکړ.
 
د کرکوک ولسوالۍ امنيه قوماندان اصف بهادر وايي، شاوخوا ٥٠ وسله والو تېره شپه د يوه خصوصي شرکت د تېلو او ګازو پر تاسيساتو بريد کړى او څلور امنيتي سرتېري او دوه ساتونکي يې وژلي دي.
 
له بلې خوا د هنګري هېواد د MOL شرکت چې د دغې سیمې د ګازو او تېلو د استخراج قرارداد په غاړه لري، وايي چې د برید پر مهال یې هېڅ کارکوونکی په سیمه کې نه و.
 
له دغې نښتې څو ساعته وروسته د خېبرپښتونخوا په صوبه کې د تېلو او ګازو د استخراج په کارخانه کې د پرونۍ خونړۍ حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه واخیسته.
 
له بلې خوا پاکستاني رسنیو ویلي چې د سه شنبې ورځې له برید وروسته د تیلو او ګازو د دغو تاسیساتو فعالیت بند شوی دی.
 
له پاکستاني پوځ سره د اوربند له پای ته رسېدو وروسته، د تحریک طالبان پاکستان د ځواکونو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcgyz9x7ak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته