کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په انګلستان کې افغان کډوال د هستوګنې د نشتوالي له امله په سړکونو ويده دي

4 جوزا 1402 ساعت 8:27

د «ګارډین» ورځپاڼي خبر ورکړی دی چي په تیرو کلونو کي څه باندي اته زره هغه افغان مهاجرین چي په افغانستان کي یې د برتانیې له پوځي ځواکونو سره کار کړی دی؛ له منځه تللي دي. انګلستان ته له تګ وروسته او د استوګنې د نشتوالي له امله ځینې یې د شپې په کوڅو کې خوب کوي.


آوا: دغه ورځپاڼه زیاتوي، هغه افغان مهاجرین چې په تیرو کلونو کې یې د بریتانیې له پوځي ځواکونو سره کار کړی او دغه هیواد ته د لیږد له پروسې وروسته یې د پناه غوښتنه کړې، اوس په سختو شرایطو کې دي.
 
د دې ورځپاڼې د موندنو له مخې، د دغو پناه غوښتونکو یوه لویه برخه په بد حالت کې دي او په داسې حال کې په انګلستان کې نامعلوم برخلیک لري چې تعلیمي وړتیاوې لري.
 
تر دې وړاندې د برتانیې حکومت د افغان کډوالو د دایمي کورونو د اوسېدو نوی پلان اعلان کړی و، چې له مخې یې باید افغان کډوال له خپلو هوټلونو وویستل شي.
 
ویل شوي چې دغه هیواد د هغو پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو پر پلان غور کوي چې په راتلونکي کې به د دغه هیواد په پخوانیو پوځي اډو کې انګلستان ته راشي.
 


د مطلب کود: 270624

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/270624/په-انګلستان-کې-افغان-کډوال-د-هستوګنې-نشتوالي-له-امله-سړکونو-ويده-دي

آوا
  https://www.avapress.com