دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۲۷
د مطلب کود : 270624
په انګلستان کې افغان کډوال د هستوګنې د نشتوالي له امله په سړکونو ويده دي
د «ګارډین» ورځپاڼي خبر ورکړی دی چي په تیرو کلونو کي څه باندي اته زره هغه افغان مهاجرین چي په افغانستان کي یې د برتانیې له پوځي ځواکونو سره کار کړی دی؛ له منځه تللي دي. انګلستان ته له تګ وروسته او د استوګنې د نشتوالي له امله ځینې یې د شپې په کوڅو کې خوب کوي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه ورځپاڼه زیاتوي، هغه افغان مهاجرین چې په تیرو کلونو کې یې د بریتانیې له پوځي ځواکونو سره کار کړی او دغه هیواد ته د لیږد له پروسې وروسته یې د پناه غوښتنه کړې، اوس په سختو شرایطو کې دي.
 
د دې ورځپاڼې د موندنو له مخې، د دغو پناه غوښتونکو یوه لویه برخه په بد حالت کې دي او په داسې حال کې په انګلستان کې نامعلوم برخلیک لري چې تعلیمي وړتیاوې لري.
 
تر دې وړاندې د برتانیې حکومت د افغان کډوالو د دایمي کورونو د اوسېدو نوی پلان اعلان کړی و، چې له مخې یې باید افغان کډوال له خپلو هوټلونو وویستل شي.
 
ویل شوي چې دغه هیواد د هغو پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو پر پلان غور کوي چې په راتلونکي کې به د دغه هیواد په پخوانیو پوځي اډو کې انګلستان ته راشي.
 
https://avapress.com/vdcgxz9xtak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته